خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ څه باندې ۸۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي 

کابل، د وري ۶مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ (  د کب له ۲۵ مې د وري تر ۲ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره ۴۴۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۷۰ زره ۸۸۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶ زره  ۵۵۲ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰ زره ۱۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تېره اوونۍ دغه راز ۶۱۱ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کینو او د آنارو جوس جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د زرګونه مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته