کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
د رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د دغه ریاست د مرستیالانو، سرپرست وزیرانو او د مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوونیزه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه ( د دوشنبې په ورځ) د رئیس الوزرا تر پیلیزو خبرو وروسته، د اجنډا د نورو موضوعاتو ترڅنګ، کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش او د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ اړوند هم وروستۍ پرېکړه اعلام شوه.
کابینې، کوچیانو ته د تذکرو د ورکړې په اړه د ټاکل شوي پلاوي له خوا جوړه شوې کړنلاره تصویب کړه او د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې ته یې دنده وسپارله چې د کړنلارې د عملي کېدو په موخه اړینې کړنې ترسره کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دا چې پخوا د ځینو ستونزو له امله کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر معطل شوی و، اوس به بېرته پیل شي.
د کابینې غونډې، دغه راز د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د درې میلیونه پاسپورټونو او اړین لمنیشن د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه له کافي غور او بحث وروسته تصویب کړه.
د کابینې غونډه په پای کې د هوایي ډګرونو له « VIP» صالونونو څخه د اصولي استفادې او نورو هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو هېوادوالو پر ستونزو هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.
وهاج