کابل / د کب ۱۴ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیر الله خیر خواه هلمند ته په سفر کې وویل چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه دغه څرګندونې هلمند ته په سفر کې په داسې حال کې وکړې چې د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم یې هم ملتیا کوله.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه سفر په ترڅ کې د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه، د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم د هلمند له والي مولوي عبدالاحد طالب او د استخباراتو رییس ابو خالد سره هم وکتل.
د هلمند والي وویل چې د هلمند ولایتي اداره به اطلاعات او فرهنګ ریاست ته جدي پاملرنه کوي او د دغه ریاست ټولو کارکوونکو سره به په پوره همغږۍ د هلمند ولایت رسنیزې او فرهنګي چارې مخته وړي او د هغوی پر وړاندې پراته خنډونه به له منځه وړي او ستونزو ته به یې پر وخت رسیدګي کوي.
په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه د هلمند ولایتي ادارې او په ځانګړي توګه د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ د رییس حافظ عبدالباري راشد کړنې وستایلې.
ښاغلي خیرخواه وویل چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. په خبره یې د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو مسوولیت دی.
هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې د هېواد په ابادولو کې لاسونه سره ورکړي او د نړېوالو په مرسته بسنه ونه کړي.
د اطلاعات او فرهنک وزیر له ځوانانو وغوښتل چې د پردیو په تبلیغاتو باور ونکړي او له هېواده تېښته یې د افغانستان په زیان ده.
د ده په خبره؛ د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان خلک ځوانانو ته اړتیا لري، نو په کار ده چې افغانان د پردیو کړیو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او خپل هېواد ته کار وکړي.
نوموړي له ځوانانو او هلمندي ولسونو غوښتنه وکړه چې د خپل اسلامي کلتور درناوی وکړي او ټول د هېواد په ابادۍ او ترقۍ کې ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د واکمنېدو راهیسي دا لومړی ځل دی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیر الله خیر خواه، د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم هلمند ته په رسمي سفر ځي.
ن/ر