د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان پر اساس لاندې ټاکنې او تبدیلیانې ترسره شوې.
۱ـ څارنوال عبدالولي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه.
۲ـ مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین په توګه.
۳ـ مولوي دین محمدحقبین د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ادارې او مالي معین په توګه.
۴ـ قاري صلاح الدین ایوبي د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د پلان او پالیسۍ د معین په توګه.
۵ـ مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معین په توګه.
۶ـ ملا سعدالدین اخند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، ادارې او مالي معین په توګه.
۷ـ حافظ محمدامین د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د مالي او ادارې معین په توګه.
۸ـ مولوي احمدطه د سرحدونووزارت د سرحدونو د پلټنې د معین په توګه.
۹ـ مولوي عبدالرحمن حقاني د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه.
۱۰ـ شیخ سید رسول د تفتیش د عالي ادارې د رئيس په توګه .
۱۱ـ حافظ مولوي حسیب الله حامد د لوړو زدکړو وزارت د مالي او ادارې معین په توګه.
۱۲ـ مولوي عطاءالله عمري د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه .
۱۳ـ مولوي محمدقاسم فرید د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او پلان د معین په توګه.
۱۴ـ مولوي عبدالعلي جهادیار د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئيس په توګه.
۱۵ـ حاجي مالې خان د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه.
۱۶ـ امیرخان حقاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه.
۱۷ـ ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه.
۱۸ـ ملا باري ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
۱۹ـ ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود رئيس ارکان په توګه.
۲۰ـ مولوي حزب الله د ۲۰۳ قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
۲۱ـ مولوی ګل محمد د جوزجان ولایت د والي د مرستیال په توګه.
۲۲ـ مفتي شاولي د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د مدني دیوان د مفتي په توګه.
۲۳ـ مولوي غلام حضرت د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رئيس په توګه.
۲۴ـ شیخ مولوي سخیداد د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه.
۲۵ـ مولوي عبدالمنان قانع د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تفتیش د رئيس په توګه.
۲۶ـ قاضي محمد صادق د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د تعلیماتو د استاد په توګه.
۲۷ـ شیخ مولوي عبدالرحیم د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه.
۲۸ـ مولوي عبدالودود د زابل ولایت د مرافعه محکمې د جزاء د دیوان د رئيس په توګه