نړۍ

مسعود بارزاني: هيڅوک د کردانو ترشا ونه دريدل

 بغداد بي بي سي  باخترلړم دمياشتې ٨ نيټه  :
د عراق د کردستان د اقليم رئيس مسعود بارزاني په يوه ټلويزيوني وينا کې د عراق  په مرکزي  حکومت په نيوکې سره وويل چې د کردستان د خپلواکۍ له ټولپوښتنې وروسته هيچا د کردانو ملاتړ و نه کړ.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ:
له هغه وروسته چې د کردستان د اقليم پارلمان د بارزاني د رياست د دورې د نه تمديد لپاره د ده تصميم ومانه.
ده په يوه وينا کې چې د ټلويزيون له لارې خپره شوه ټينګار وکړ چې تر هيڅ شرايطو لاندې حاضر نه دى چې د خپل رياست دوره تمديد کړي.
ده دغه راز د کومې ډلې د نامه له اخيستلو پرته په کردستان کې په سياليو سياسي ځواکونو د خيانت تور ولګاوه او ويې ويل چې دوى له کوم مقاومت پرته د کرکوک د تيل لرونکي ښار کنترول د مرکزي حکومت ځواکونو ته وسپاره.
په همدې حال کې په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د عراق او کردستان  پوځي قوماندانانوپه ځينوسرحدي پوستو کې دمرکزي حکومت د ځواکونو دځاى پرځاى کولو پرسرموافقه کړې ده، هغه ځاى چې د تيلو نل ليکه دغه ځاى ته تيريږي.
د کردستان پارلمان پرون له څو ساعتو غير علني او له تاوتريخوالو ډکو خبرو وروسته د مسعود بارزاني د ګوښه کيدو ليک تصويب کړ .
د بارزاني استعفا کيداى شي د کردستان د خپلواکۍ د ملاتړو د خوب د پاى ته رسيدو په توګه وبلل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته