کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف د جوزجان ولايت ته په خپل رسمي اوکاري سفر کې دبريښنا دمزو دغځولو او د آموسيند دغاړو دټينګښت دکار دتطبيق او عملي کيدو ډاډ ورکړ.
رشيد مرادوف چې دترکمنستان له اته مراد او امام نظر څخه دافغانستان تر آقينې اواندخوى پورې داوسپنې پټلۍ دغځولو د کاردڅيړنې اوپيل په موخه دافغانستان شمال ته سفر کړى دى دخپل نظر وړ هدف دڅيړنې په ترڅ کې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښارته هم سفر وکړ او ددغه ولايت له مسوولينو سره يې دجوزجان ولايت په ګډون د ترکمنستان له ګاونډيو ولايتونو سره دخپل هېواد دهمکاريو په باب خبرې وکړې.
ده ژمنه وکړه: چې قرقين او خماب په ولسواليو کې دآموسيند دغاړو دټينګښت چې کال په کال داستوګنې دکورونو او دکرنيزو ساحو دويجاړيدو سبب کيږي او دغه راز په شبرغان ښارکې ديوه معياري پالنځي د جوړولو ژمنه وکړه .
په دې کتنه کې دمنځنۍ آسيا په چارو کې د جمهوررئيس خاص استازى محمدشاکر کارګر په ترکمنستان کې دافغانستان سفير ، دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت معين ، د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي او دجوزجان ددولتي ادارو رئيسانو ګډون کړى و.
1 1 دقیقه لوستل