سیاستخبرونهاقتصادTOP

د۲۵۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره د «افغان انویست» شرکت په کابل کې پرانیستل شو

 کابل، د غبرګولي ۲۹مه، باختر

د۲۵۰ میلیونه ډالرو په لومړنۍ پانګونې سره، د «افغان انویست» په نامه شرکت نن په کابل کې پرانیستل شو او په رسمي ډول یې د جواز فعالیت ترلاسه کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د کابینې یوشمېر غړیو، کور دیپلوماتیکو استازو، په کابل کې مېشتو سفیرانو او د افغانستان د خصوصي سکتور غړیو ګډون لاره.

په دې غونډه کې د «Afghan Invest» رئیس شېرباز کمین زاده، د دغه شرکت د موخو او پالیسیو په معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه شرکت چمتو دی په لومړنۍ پانګونې سره، د هېواد په څلورو مهمو سکټورونو (کانونو، انرژۍ، ساختمان او کرنې) په برخو کې له۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې اوسمهال په یاد شرکت کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۳ کسان پانګونه کړې، خو وروسته داسې اټکل کېږي چې دغه شمېر تر۵۰ کسانو پورې ورسېږي.

کمین زاده، له افغانستان اسلامي امارت او هېوادوالو څخه وغوښتل چې د دغه شرکت بشپړ ملاتړ وکړي چې هېواد له اقتصادي اړخه هم په خپلو پښو ودرېږي.

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، په خپلو خبرو کې وويل: اسلامي امارت د تېر څېر د سوداګرو او پانګه والو کلک ملاتړ کوي او هیله مو دا ده چې په «افغان انويست» شرکت کې دې د هر قوم او هر ولایت سوداګرو ته ونډه ورکړل شي.

هغه پر سوداګرو او پانګه والو غږ وکړ چې افغانستان ته دې راشي او دلته پانګونه وکړي، ځکه په وینا یې؛ د هر چا عزت په خپل وطن کې دى، په بل هېواد کې عزت نشته.

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي، هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د سوداګرو ملاتړ ته ژمن دى او هڅې کوي چې په هېواد کې د تجارت د پرمختګ لپاره ښه ماحول او د سوداګرو لپاره ښه امنيت تامين کړي.

وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت سر‍پرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د امنیت او پانګونې پر ارزښت خبرې وکړې او د یاد شرکت مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د فعالیت موخه یې باید د الله (ج) رضا، افغان کړېدلي او ځورېدلي ملت ته د خدمتونو وړاندې کول او د هېواد آبادول وي.

هغه څرګنده کړه چې د افغانانو د شل کلن جهاد او قربانیو په پایله کې، اوس په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، ملي حاکمیت اعاده شوې، ملي یووالی ټینګ شوی او اسلامي نظام په هېواد کې واکمن دی.

له بلې خوا، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره هېڅکله د نورو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او له نورو څخه یې د متقابل عمل غوښتنه وکړه.

هغه وویل: اوس که ايران آرام ژوند لري او که پاکستان او يا هم زموږ نور ګاونډيان، دا د افغانانو د جهاد او قربانيو نتيجه ده او نړيوال يې بايد درناوي وکړي.

ستانکزي، افغانان یووالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته راوبلل او یو ځل بیا یې پر هغوی غږ وکړ چې افغانستان ته دې راشي او په عزت سره ژوند وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هم، له سوداګرو او پانګه والو څخه د دغه وزارت ملاتړ اعلام کړ او له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه له ملي پانګه والو او سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د هېواد د ځان بسیاینې او آبادۍ لپاره دې لاسونه سره یو کړي.

د غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي خیرالدین مایل، له ټولو سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په خاطر دې پر کوچنیو او سترو پانګونو تمرکز ولري او د اسلامي امارت پر مشرانو او مسئولینو یې هم غږ وکړ چې د کورنيو او بهرنيو پانګونو د راجلبولو لپاره دې خپلې هڅې لا کړندۍ کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته