خبرونهاقتصادTOPټولنه

دوو الماني شرکتونو په هېواد کې د اوبو او انرژۍ برخه کې د پانګونې را جلبولو ته لېوالتیا ښودلې

کابل، د کب ۲مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د آلمان هېواد د راک ګرین «Rock Green» او الفاتیک «AlfaTec» شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د اوبو او انرژۍ په پروژو  کې د همکاري په تړاو خبرې اترې وکړې.

په دغه کتنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژۍ د پروژو په برخه کې د پانګونې د جلبولو او له دغه وزارت سره د نورو تخنیکي همکاریو په ترسره کولو کې لېوالتیا څرګنده کړه.

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین په دغه کتنه کې، د آلمان هېواد د موسساتو مخکیني همکاري وستایله او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه وزارت رهبري د نوموړو شرکتونو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې به له دوی سره همکار و اوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته