خبرونهامنیت

دوه ښځينه پولیسانې په کاپیسا کې ټپيانې شوې

کابل / د لیندی ۲ / باختر
دوه ښځينه پولیسانې نن سهار په کاپیسا کې د ناپېژاندو کسانو په ډزو کې ټپیانې شوې.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش د باخترآزانس خبریال ته وویل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پولیسو د سپرلۍ موټر د دغه ولایت د کوهستان د دویمې برخې ولسوالۍ د ګراد خواجه د سیمې په لور روان و.
شورش زیاته کړه چې په دې پېښه کې یواځې دوه ښځينه پولیسانې ټپیانې شوې چې ولایتي روغتون ته لېږدولې شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته