سیاست

دوزيرا نو شورا نو بتي غونډه نن جوړه شوه

دوزيرا نوشورا نو بتي غونډه نن له غر مي مخکې دافغا نستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ د جمهوري رياست دارګ دګلخا نې په ماڼۍ کې جوړه شوه

دباختر ا طلاعاتي ا ژانس ته د چارو د اداري اود وزيرا نو شورا ددارالانشا دلوى رياست د معلو ما تو له مخې : دغونډې په پيل کې د جمهوري رياست سرپرست دحسيني عاشورا له ا مله دافغا نستان مسلمان او ديندار ملت ته دډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل اود دغو مراسمو دپرځاى کولو لپاره دخوندي اوډاډ منو شرايطو د برا برولو په برخه کې يې د هيواد دامنيتي مرکزونو مسولينو ته لارښوونې و کړې

د جمهوري رياست سرپرست دبن ددويم نړيوال کنفرانس جوړول چې نن د المان په بن ښار کې ترسره شول يوه مهمه پيښه وبلله او هيله يې و کړه چې ددغه کنفرانس تصميمو نه د سو لى او ثبات په تا مينولو او زموږ د هيواد په پرمختګ او ترقى کې ګټورې نتيجې ولري

له اجندا سره سم په افغا نستان کې د اوسپنې پټلۍ دسوردنورم د ټاکنې په باب د تخنيکي کميټې نظر د فوايد عا مې د وزير له خوا غونډې ته طرحه شو

 د وزيرانو شورا داوسپنې پټلۍ دسور د ستندرد په باب له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه و کړه چې د اوسپنې دپټلۍ اداره دې د ښار جوړولو د چارو وزارت د استا زي په ګډون له موظف کميسيون سره يو ځاى د هيواد د اوسپنې دپټليو له وروستيو تخنيکي مطالعا تو وروسته داعتبار وړ ستندردونه تثبيت او پيشنهاد کړي

وروسته د تابعيت او پناه غوښتنې دقا نون په باب دقوا نينو د کميټې پريکړې اودشپې له خوا دلوړو زده کړو مقرره په ترتيب سره دعد ليې د وزير له خوا غونډې ته داسې طرحه شوى

دتابعيت او پناه غوښتنې قا نون د افغانستان د اساسي قا نون دڅلورمې ما دې له حکم سره سم په شپږو فصلو نو او٣٦ مادو کې برابر شوي دي

د  وزيرا نوشورا له هراړخيزو خبرو وروسته د عد ليې اود مهاجرينو دراستنولو دچارو وزيران مو ظف کړل چې دغه قا نون د نړيوالو قواعدو اوکنوانسيونونو په رڼا کې بيا وڅيړي اود قوا نينو د کميټې له تاييد وروسته دې د وزيرا نو شورا ته وړاندى کړي

په همدې ترتيب د عد ليې وزير دشپې له خوا دلوړو زده کړ و د مقررې طرحه چې په څلورو فصلو نو او شلو ما دو کې برابره شوې ده هدفو نه يې د زده کړې د  زمينې پراختيا ، دتحصيلى سوېې لوړول ، دلوړو زده کړو د زمينې برابرول اوددولت د کارکوونکو دظرفيت لوړول دي غونډې ته وړاندى کړه

د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته دشپې له خوا دلوړو زد ه کړو مقرره په دې يادونې سره چې داستادانو حق الزحمه دې په يو ساعت کې څه ناڅه پنځه سوه افغا نۍ تثبيته شي ، تصويب کړه

وروسته د تخار ولايت دمرکز تالقانو ښار په ختيځه پرو ژه کې دعبدالخالق او د حاجى امان  دشخصي ملکيت دشپږ جريبه ځمکې استملاک چې په هغې کې دوه ښوونځي او يو روغتيا يي کلينيک جوړيږي او داستملاک په باب يې د ماليې ، پو هنې ، عا مې رو غتيا اود کليو د بيا جوړولو او پرا ختيا وزارتو نو په رسمي ډول موافقه کړې ده ، دسيمه ييزو ارګانو نو د خپلوا کى اداري درئيس له خوا غونډې ته طرحه شو

د وزيرانو شورا دټولګټو پروژو د جوړولو په مقصد دعبدالخالق اودحاجى امان دشخصي ملکيت شپږ جريبه ځمکه استملاک تصويب  کړ

دغونډې په بله برخه کې دپو هنې وزير د حکومت ددريو تنو کانديدانو ته دتاييدورايي د ورکولو په باب د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د ملي شورا تصميم د افغا نستان د ملي يو والى عا لى تمثيل و باله اود کابينې د غړي په تو ګه يې د ملي شورا ددغه تصميم له ا مله خپله زيا ته خوشحالى څرګنده کړه

ده دهغو وروستيو خبرو په اړوند چې دپرمختيا يي بود جې دلګښت په باب د هيواد په ملي شورا   کې روا ني دي دلوړو احسا سا تو دڅرګند ولو په ترڅ کې انديښنه څرګنده کړه او وي ويل  د پرمختيا يي بود جې نه لګول په سيستم کې د ساختاري ستو نزو په دليل دي لکه څنګه چې بود جوي ستو نزه په تيره بيا د  وزارتو نو اوددولتي ادارو دځينو پروژو دپرمختيا يي بود جې ستونزه چې بود جه يې د تمويلوونکو هيوادونو له خوا ژمنه شوي خو  پو لى مدرک يې په عملي تو ګه نه دى ورکړشوي د ما ليې وزارت له خوا په پرمختيا يي بود جه کې شا مله شوې ده چې دا کار په څيړنه کې دبود جې دسقف دلوړيدو اود وزارتو نو د بود جې دتحقق دفيصدي دراټيټيدو سبب کيږي

دغه راز لوړو بودجوي ارقامو د هيواد په پارلما ن کې د وزارتو نو دپرمختيا يي بود جې د تحقق په اړوند يو لړ حساسيتو نه پيدا کړي دي چې را منځته شوي ستو نزه د کا بينې زيا ترو غړو تاييد کړه

 د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه و کړه چې په لومړي ګام کې دى دماليې وزارت همدا نن د وزارتو نو دپرمختيا يي بود جې دارقا مو په تصحيح کولو اقدام و کړي او په پارلما ني چارو کې ددولت له وزارت سره په تفاهم کې دى په دې باب دسندونو له مخې د هيواد ملي شورا ته لا زمي څرګند ونې وړا ندى کړي او هغې ته دى قناعت ورکړي

 دغه را ز د وزيرا نو شورا له پخوا نيو پريکړو سره سم اقتصادي کميټې ته بيا دنده وسپارل شوه چې مياشت په مياشت دى په خپلو غونډو کې د پرمختيا يي بود جې د تحقق څرنګو الى وڅيړي

 د غونډې په پاى کې د بهرنيو چارو وزارت داداري معين له خوا دوه مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول اود وزيرانو شورا د تاييد وړ وګرځيدل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته