د طالبانو د ډلې مالي مسوول نن په غزني ولايت کې د ملي اردو دسرتيرو له خوا ونيول شو .
په غزني ولايت کې دملي اردو ددريمې لوا قوماندان داوود شاه وفادار دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سړى چې دطالبانو دواکمنې په وخت کې په غزني ولايت کې دطالبانو د ډلې دمالي برخي مسووليت درلود دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ د کمپنې په سيمه کې دملي اردو ددريمې لوا دسرتيرو له خوا ونيول شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې له ده څخه يو کلاشينکوف يو کرولا موټر او يوه اندازه مهمات هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .