اقتصاد

دسمنګانو په بزګرانو د زعفرانو دپيازو ويشل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
د زعفرانو دکرکيلى د رواجولو په مقصد دسمنګانو ولايت به بزګرانو د زعفرانو دپيازو ويشلى دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا پيل شول.
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دکرنيزو چارو امر نور محمد باختر آژانس ته وويل : سږکال هم د زعفرانو دپيازو دويشلو په دوام دسمنګانو ولايت په شپږ ګونو ولسواليو او مرکز کې په شلو بزګرانو د زعفرانو لس زره کيلوګرامه پياز ويشل کيږي.
دسمنګانو دکرنيزو چارو امر زياته کړه :تراوسه پورې ددغه بوټي درې زره پنځه سوه کيلوګرامه پياز ويشل شوي دي او دويشلو دغه بهير په راتلوونکو ورځو کې دوام کوي.
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې :زعفران دلومړي ځل لپاره دنړيوال سره صليب دموسسې له خوا په دغه ولايت کې معرفي شول او په دوو پرله پسې کلونو کې ٢٤ ټوټې ځمکه په نمايشي ډول ددغې موسسې له خوا دولايت په مرکز کې زعفران وکرل شول خو په وروستيو کلونو کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا دغه نوښت وشو چې ښې نتيجې لرلې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته