سیاست

دبن د کنفرانس لو مړى غونډه د حامد کرزي په مشرۍ جوړ ه شوه

د بن د نړيوال کنفرانس لو مړى غونډه په سيمه ييز وخت نن له غر مي وروسته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ اود افغا نستان او جر مني دبهرنيو چارو د  وزيرا نو په مشارکت جوړه شوه

د باختر د ا  طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : په غونډه کې ددې ترڅنګ چې دځينو برخه والو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرا نو وينا وي و کړې

د افغا نستان د سو لى د عا لى شورا ددارالا نشا رئيس معصوم ستانکزى خبرې و کړې اود افغا ني دسو لى د پرو ګرام د چوکاټ په باب يې برخه والو ته معلو ما ت ورکړل

د کنفرا نس له غر مي وروسته غونډه کې درو سيې د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې وويل: روسيه او ا مريکا موافقى ته رسيد لى دي چې دشانګهاى د اقتصادى همکاريو دسا زمان له لارې له افغانستان سره مر سته و کړي

 د انګلستان دبهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې طرحه کړه چې ددغه هيواد ځواکونه به ٢٠١٥ م کال کې له افغا نستان څخه وځى خو وي ويل موږ په داسې حال کې له افغا نستان څخه وځو چې دغه هيواد د نړۍ د بيو زلى هيواد په تو ګه پا تې کيږي ) ده دغه راز وويل انګلستان  به د افغا نستان پوځي عا لى اکاډمى له لارې د افغا نستان پوځي ځوا کو نه وروزي .

 دفرا نسې د بهرنيو چارو وزير د افغا نستان دستو نزې ياد ونه و کړه او داسې يې څرګنده کړه چې د افغا نستان ستو نزه د ملى پوځي لاره نه لري بايد په افغا نستان کې دسو لى اوخبرو بهير دوام و کړي

 د ايران دبهرنيو چارو وزير  ددولتو نو ترمنځ تاريخي پيوندونو سره داړيکې ترڅنګ  دافغا نستان په بنسټيزې ودې باندې  ټينګار و کړ او په افغا نستان کې د پوځي اډوجوړول يې د سو لى له بهير سره مرسته کوونکى ونه بلل ، ده د پرو فيسر رباني شهادت يوه ضايعه وبلله او په افغا نستان کې يې دسو لى د پرو ګرام په دوام باندې ټينګار و کړ

 دپو لند د بهرنيو چارو وزير د افغا نستان خلک ازادى غو ښتو نکى و بلل .ده هم سو له او خبرې په افغا نستان کې د بحران دپاى ته رسولو اصلى لاره و بلله

 د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې د افغا نستان له لارې هند او پا کستان ته د ترکمنستان دګازو دنل ليکى دْغځولو يادونه و کړه اودغه را ز يې وى ويل افغا نستان ته د بريښنا صادرات زياتوى اودغه راز افغا نستان د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ غځولو ته زيا ته پا ملرنه کوي او په افغا نستان دګتورو اقتصادى پرو ژو ملاتړ کوى

ددغه کنفرا نس وينا وال داردن د بهرنيو چارو وزير هم د پرو فيسر برهان الدين شهادت يوه ضايعه و بلله او وي ويل : اردن به په افغانستان کې دپوځيا نو ، ډا کترا نو او انځور پالو رو زنې ته د وام ورکړي

 د هند د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې طرحه کړه چې سو له هغه وخت په افغا نستان کې تا مينداي شي چې د ترو ريستا نو اډې دړې وړې شي

ده د ښځو د حقوقو په تا مينولو او په بيلا بيلو برخو کې په خپلو پښو د افغا نستان د خللکو په دريدلو ټينګارو کړ. د افغا نستان اوهند د مشرا نو ترمنځ سترا تيژيک تړون لاسليک کولو ته اشاره و کړه او وي ويل چې هند له افغا نستان سره داوږد مهالو همکاريو سند لاسليک کړى دى او هند به دد مو کرا تيکو جوړ ښتو نو او ادرى په جوړ ولو کې هم مر سته و کړي

دهند د بهرنيو چارو وزير افغا نى سو دا ګرو ته دګمر کي خنډو نو د لري کولو ياد ونه هم و کړه او وي ويل هندى سو دا ګر و په افغا نستان کې په سلګو نو مليو نه ډالره پانګه چو لې ده

 دقزا قستان د بهرنيو چارو وزير په افغا نستان کې په ترانزيتى او لوژستيکى برخو کې ددغه هيواد د تياريو ياد ونه و کړه اود ايټا ليا د بهرنيو چارو وزير دقا نون جوړولو په برخه کې  ددغه هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګار و کړ

دغه را ز باري سلام اوميرمن سيلۍ غفاري د افغا نستان د مد نى ټولنې په استا زيتو ب وينا و کړه اود افغا نستان د خلکو هيلي يې بيان کړې

په خبر کې ويل شوي دي دبن کنفرا نس دويمه او دريمه غونډه دغه راز نن جو ړيږي او په پاى کې به د افغا نستان او المان د بهرنيو چارو وزيرا ن د کنفرانس نتيجې خبريالا نو ته بيان کړي

د بن دکنفرانس دخبري پو ښښ لپاره څه نا څه زرو تنو خبريالا نو ګډون کړى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته