کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر
د خوست د ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار اړوند سیمو کې د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي.
د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د ښار اړوند سیمو کې د دریو رغنیزو پروژو د پرانیستو مراسمو پر مهال وویل، چې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۳.۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۰ رغنیزې پروژې چې د ښار اړوند فرعي سړکونو کانکرېټ کول، د لښتیو او د سړک د غاړو ګلدانونو جوړول او ورته نور بیارغونې په کې شامل دي پلې کېږي.
بلال وویل چې په یادو پروژو کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.