سیاستخبرونهTOP

خلیل الرحمن حقاني په پاکستان کې د افغان کډوالو حقوقي برخې ته په زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ

کابل، د کب ۱۶مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان له قونسل عبدالجبار تخاري سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډ‌والو په ستونزو خبر وشوې.

په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري په دغه ښار کې د افغان کډوالو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.

ورته مهال خلیل الرحمن حقاني په پاکستان کې د افغان کډوالو حقوقي برخې ته په زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته