فرهنګTOP

حکیمي: د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو چارې به ډېر ژر پیل شي

کابل/ د غبرګولي ۱۱ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې په قندهار کې به د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو چارې بیا ځل ډېر ژر پیل شي.
د دغه وزارت مسوولین په داسې حال کې د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو خبر ورکوي چې د هېواد په جنوب کې یو شمېر کسانو په ټولیزو رسنیو کې د یادې مقبرې پخواني عکسونه شریک کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وايي چې په قندهار کې د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو چارې څه موده وړاندې پیل شوي او کوم عکسونه چې په ټولیزو رسنیو کې لاس په لاس کې کېږي پخواني دي.
حکیمي زیاتوي چې اوس د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو چارې د جګړې له امله درېدلي دي؛ خو تمه کېږي چې ډېر ژر به یې بیا ځل د رغولو چارې پيل شي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د زرغونې آنا د مقبرې د رغولو چارې به په خپله وڅاري او بېرته به په پخواني بڼه ورغول شي.
د یادونې وړ ده چې د زرغونې آنا مقبره د جمهور رییس محمد اشرف غني په لارښوونه د نږدې ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته