خبرونهامنیتټولنه

جوزجان کې له زنداني ښځو سره ناوړه چلند حقیقت نه لري

کابل، د غوايي ۶مه، باختر

وروسته ترهغې چې ځینو مغرضو بهر مېشتو رسنیو د جوزجان په زندان کې له ښځینه زندانیانو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره کړل، دغه زندانیان وایي، د مسولینو له لوري له دوی سره ناوړه چلند کولو ادعاوې حقیقت نه لري.

یو شمېر زندانیانو له باختر خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، زندان کې ورسره د مسولینو له لوري ښه چلند کیږي او له هېڅ ډول فشار سره مخ نه دي.

یوې زنداني مېرمنې د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د زندان د ښځينه برخې مسولینې ټولې ښځينه دي او هېڅ نارینه حق نه لري دغې برخې ته ورشي.

ورته وخت کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف الدین معتصم باختر ته ویلي، چې زندان کې د ټولو زندانیانو حقوق خوندي دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د ټولو زندانیانو امنیت ته پام وکړي.

نوموړي له ښځینه زندانیانو سره د ناوړه چلند په اړه د بهرنیو رسنیو شایعات بې بنسټه او له حقیقت څخه لرې بللي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د زندانیانو په ځانګړې توګه د ښځینه هغو لپاره د پام وړ امکانات برابر شوي او ان د مسلکي او نورو زده کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته