سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د اوزبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اوزبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییزو همکاریو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
لومړی د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د “سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو”  تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړېږي، د ګډون په موخه د خپل هېواد د جمهوررییس بلنلیک جمهوررییس غني ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه: په دغه کنفرانس کې به پر جمهوررییس غني او جمهوررییس شوکت میرضیایف سربېره د هند او پاکستان لومړی وزیران او د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او استازي هم ګډون وکړي.
همداراز په یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اقتصادي او فرهنګي برخو کې د تفاهم لیکونو د تطبیق څرنګوالي په اړه چې دوه کاله وړاندې لاسلیک شوي، هم خبرې وکړې.
په پای کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته