فراه – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
اته تنه وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او لس تنه نوريې ټپيان شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه له هغه وروسته وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د خاک سفيد ولسوالۍ دغمي کلي په ساحه کې د پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
ده وويل : په دې نښته کې اته تنه طالبان و وژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول .
دژوندى دڅرګندونو له مخې : ددغۍ نښتې په بهير کې دپوستې درې تنه پوليسان هم ټپيان شول شوي او روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ