خبرونهټولنه

تخار؛ په رستاق ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابریږي

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د تخار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو خبر ورکوي.

یاد ریاست ویلي چې یاده شبکه د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د رستاق ولسوالۍ په دشت باغ کلي کې د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړېږي چې په کې د۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د چینې جوړښت، د ۱۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو زېرمه جوړول او د ۳۶ نل لیکو نښلول شامل دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دغې شبکې په بشپړېدو سره به د نوموړي کلي ۱۰۰کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

هېره دې نه وي چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته