کابل/ د کب ٥مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د يو قانونمند نظام په لور پرمخ ځي او د دغه هدف په تحقق سره به د اتباعو حقوق زيات تامين شي.
د باخترآژانس مفسرليکي: د کورنيو چارو وزارت په دې وروستيو وختو کې اعلام کړى دى چې امنيتي ځواکونه د پلټنې په پوستو کې د ډزو حق نه لري.
دغه لارښوونه ټيک هغه وخت شوې ده چې په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ښارونو کې د پلټنې په پوستو کې د وسايطو د پلټنې په وخت کې زړه بوږنونکې پېښې رامنځته شوې دي.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت مسوولينو د دغو پېښو په څيړنې لاس پورى کړى دى او عاملان يې نيولي دي او له زيانمنو شويو کورنيو سره يې خواخوږي کړې ده؛ خو د دغه شان پېښو د جرړو ايستلو لپاره یې نوې لارښوونه کړې ده.
د نوې لارښوونې له مخې؛ امنيتي ځواکونه د پلټنې په پوستو کې د ډزو حق نلري.
د کورنيو چارو وزارت مقاماتو د امنيتي حوزو له امرينو او د کابل د ولسواليو له امنيه قوماندانانو سره په غونډه کې د پلټنې په پوستو کې د مسلکي کسانو پرګومارنې ټينګار کړى دى.
دا د دې ښکارندوی کوي چې د هېواد امنيتي بنسټونه د قانون منلو پر لور پرمخ ځي.
اسلامي امارت په وروستيو ورځو کې د هېواد په امنيتي او دفاعي بنسټونو کې د ستونزو د کمښت او د نظم د رامنځته کولو په موخه زيات پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي. د امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره د يونيفورم جوړول ، د مسلکي زده کړو د پروګرامونو زياتوالى، په امنيتي او دفاعي بنسټونو کې د مسلکي کسانو ګومارل …….، د هغو هلو ځلو يوه برخه ده چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ترسره کړي دي.
مهمه خبره، په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې د استفاده کوونکو کسانو شتون دى؛ خو دغه ستونزه هم د امنيتي بنسټونو د مسوولينو له سترګو پټه نه ده. د دغې ستونزې حل لپاره د تصفيې کمېسيون جوړ شوى او تر اوسه پورې سلګونه هغه کسان چې د اسلامي امارت ځواکونو په نامه یې په غيرقانوني کارونو لاس پورې کاوه، د اسلامي امارت له ليکو ايستل شوي دي او د دغه شان نورو کسانو د پېژندنې لپاره کار دوام لري.
اسلامي امارت د خلکو د حقوقو ساتنه او دفاع خپل مسوولیت بولي او هغه ته ژمن دى؛ خو خلکو ته هم لازمه ده چې د دغه شان يو ښه فکر د تحقق لپاره همکاري وکړي. د قانون منل او د قانون د ساتنې او دفاع له بنسټونو سره همکاري کولاى شي امنيتي او اصلاحي پروګرامونه په ښه ډول پلي شي.
دغه راز دغه مسئله د ويلو ده چې په وروستيو ورځو کې په کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې يو شمېر جنايي پېښو خلک انديښمن کړې دي. دغه ستونزه هم د امنيتي مسوولينو له نظره پټه نه ده پاتې. هغه کسان چې جرم یې ترسره کړی ډير ژر نيول شوي دي . لکه څنګه چې يوازې په کابل کې د يوې اوونۍ په بهيرکې ٧۶ تنه د وژنې ، غلا، لوټمارۍ او ……. جرمونو په تور نيول شوي دي.
دا ښيي چې امنيتي ځواکونه د خلکو د امنيت تامينولو لپاره ژمن دي.
\ ج