کابل باختر دمرغومي دري ويشتمه
قانون پوه سرور دانش ددواړو هيوادونو افغانستان اومصر د تحصيلي مرکزونو ترمنځ دعلمي او اکاډميکو اړيکو دپراختيا غوښتنه وکړه .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو او اطلاعاتو رياست دمعلوماتو له مخې ، دلوړو زده کړو دوزارت سرپرست په هغه کتنه کې چې په کابل کې دمصر له سفير عبدالرحمن ماجد سره پرون وکړه، ددغه وزارت د پروګرامونو په باب خبرې وکړې. زموږ دهيواد له تحصيلي مرکزونوسره دعلمي تجربو دماستري او دکتورا دبورسونو په برخه کې د مصر دپوهنتونونو دعلمي او اکاډميکو همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه .
وروسته عبدالرحمن ماجد وويل: هيواد يې له افغانستان سره دلوړو زده کړو په برخه کې زياتو همکاريو ته چمتو دى او ددغه شان همکاريو دشرايطو دبرابرولو په برخه کې به هلې ځلې وکړي .
دغه راز په دې کتنه کې دمصر سفير څرګنده کړه ،ددواړو هيوادونو د تحصيلي مرکزونو دتجربو دتبادلې په خاطر مصر ته دافغانستان دپوهنتونونو د رئيسانو ته دسفر زمينه برابروي .
ده په راتلونکي لمريز کال کې خپل هيواد ته دافغاني استادانو او محصلانو لپاره د بورسونو دبرابرولو له لاري دعلمي او اکاډميکو اړيکو دپراختيا ژمنه وکړه . او دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ته يې بلنه ورکړه چې دغه هيواد ته سفر وکړي .
اوس دمصر په نامتو پوهنتونونوکې دوه سوه تنه افغان محصلان او استادان ددکتورا په زده کړي بوخت دي . او په عمومي ډول په بهرنيو هيوادونوکې څه ناڅه لس زره افغان محصلان په زده کړه بوخت دي .