سیاستخبرونهاقتصادTOP

بلخ کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وشوه

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د بلخ په حیرتان بندر کې د افغانستان او ازبکستان هېواد اقتصادي مسوولینو او ګډ پلاوي د یوې غونډې په ترڅ کې د اقتصاد، ترانسپورټ، سوداګرۍ، او عامو وګړو ته د ویزو د ورکړو، د تېلو او ګازو ، د ډبرو سکرو د استخراجولو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل:« د ټولو دولتي مسوولینو یوازنی هدف دا دی، چې په سرحودنو کې له ګاونديو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو، د اسلامي امارت په راتګ سره د ګاونډیو هېوادونو د  اقتصادي پیاوړتیا لپاره هرډول اسانتیاوې رامنځته شوي».

عزیزي دغه راز زیاته کړه، چې د تېلو او ګازو استخراج به په راتلوونکي کال کې ۲ نیم زره ټنو ته ورسېږي، چې دا به د نورو کلونو په پرتله په ورځنۍ کچه ډېرلوړ معیار وي نوموړي د یادو ستونزو د حل لپاره د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د ټولو سرحدونو مسوولینو ته ځانګړې لارښونه کړې، چې له ګاونډيو هېوادونو سره هرډول اړیکې پیاوړې وساتي او ستونزو ته یې لومړيتوب ورکړي.

د غونډې په پای کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ګډ پلاوي له ټاکلوڅخه مننه وکړه، چې د اقتصاد، تجارت، ترانسپورټ، د ریل پټلۍ او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو اړوند د ستونزو د حل لپاره لارې لټوي او یادو مسوولینو ته د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د تجارانو او پانګوالو د ستونزو د حل لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress