خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري ۱۹ مه، باختر 

د بغلان د سیندیزې حوزې ریاست په روان لمریز کال کې د ۱۷ میلیونه ۱۶۹ زره افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

د بغلان د سیندېزې حوزې تخنیکي سلاکار انجنیرآصف الله رحیمي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یادو پروژو له جملې څخه دوه پروژې په خنجان ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمو د تنظیم په برخه کې وې، چې د F.A.O موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۱۶۹ زره افغانیو په لګښت پلې شوي چې په پلې کېدو سره یې کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه چې سیند باندې بدله شوې وه بېرته په زاعتي ځمکې بدلې شوي او دوه نورې پروژې د پلخمري ښار د لومړي بند او دویم بند د څارنې او ساتنې په برخه کې دي، چې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت یې د انرژۍ او اوبو وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.

سیندیزې حوزې ریاست  تخنیکي سلاکار په راتلونکي کال کې د لسو پروژو د پلې کولو خبر ورکړ او ویې ویل، چې په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د شبکو جوړول، د چکډېمونو او استنادي دېوالونو جوړول او د کانالونو پاکول شامل دي، چې چارواکو له منظورۍ وروسته به په بغلان کې پلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته