ښوونه او روزنه

د قندهار په شاوليکوټ کې د پوليو درېیمه مثبته پېښه ثبت شوې

قندهار باختر د کب د مياشتې ٢٤ مه
د عامې روغتيا مسوولين وايي د تقوا په نامه پنځه کلنه کوچنۍ، چې کورنۍ يې د واکسين د ورکولو سره مخالفت درلود فلج شوې ده.
دا په روان ميلادي کال کې درېيمه مثبته پېښه ده، چې په قندهار ولايت کې رامنځ ته کيږي.
په داسي حال کې، چې د قندهار په شمالي ولسوالۍ شاوليکوټ کې تردې مخکې هم د پوليو د وايرس له امله د فلج پیښې رامنځته شوي، خو اوس تازه بيا يوه نجلۍ چې نږدې پنځه کاله عمر لري، د دې ولسوالۍ په خيرتوت سيمه کې فلج شوې ده.
د قندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د فلج شوې نجلۍ کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين له ورکړې مخنيوى کاوه ، چې له امله يې دا پيښه رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دا د ۲۰۱۸ کال له پیله تر اوسه په قندهار کې د پوليو وېروس له امله د فلج درېيمه پېښه ده، چې رامنځته کيږي.
د قندهار د عامې روغتيا رئيس وايي، چې په دغه ولايت کې د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره يې وقايوي هڅې ډيرې کړي دي.
هغه زياتوي چې د تغذيې او حفظ الصحې په برخو کې د ماشومانو لپاره د ځينو پروګرامونو په عملي کېدو سره به د دې خطرناکه وايروس مخه ونيول شي.
پخلا د ټول قندهار په کچه د روغتيايي مرکزونو کموالی بله هغه ستونزه ياده کړه، چې په وينايې په دغه ولايت کې يې له امله د پوليو د پيښو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.
د يادونې وړه ده، چې د ټول هيواد په کچه لاهم قندهار هغه ولايت دی، چې د پوليو وايرس پکې خپور دی او له امله يې زيات شمېر ماشومان فلج شوې دي.پاى – وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته