خبرونهامنیتټولنه

بغلان کې  د اور وژنې ادارې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر

د بغلان  د امنیې قومندانۍ له لوري د دوشي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د اطفایې/ اور وژنې برخې لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت پیل شوې دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د تامیناتو مرستیال قاري عبدالمجيد مصطفی وايي، چې دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت د تعمیراتو رياست له پرمختيايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۲۹۸ زره او ۱۵۱ افغانیو په لګښت یې د یو خصوصي شرکت  سره تر قرارداد وروسته کار پیل شو چې د دغې څانګې په جوړېدو سره به د دوشي ولسوالۍ د اور وژنې برخې ستونزې حل شي.

د دوشي ولسوال نورالدین فاتح وویل: «دوشي ولسوالۍ په شمال کې يوه له مهمو ولسواليو څخه ده، چې د نهو ولایتونو مسافر له دې ولسوالۍ څخه تېرېږي او د دې ولسوالۍ د خلکو يوه لويه ستونزه د اور وژنې څانګې نشتوالى و او د خلکو غوښتنه د سپېڅلي نظام څخه د دغې څانګې جوړول و،الحمدلله د خلکو غوښتنه ته د اسلامی امارت مشرانو لخوا لبیک وویل شو او د دغې څانګې جوړولو کار پیل شو.

د امنیې قوماندانۍ د تعمیراتو مدیر انجنير نورالرحمن ” رحماني” وويل: دغه پروژه د دې ولسوالۍ د اړتیاوو له مخې پلې کېږي او په نږدې راتلونکي کې د اړتياوو له مخې به د نورو ولسوالیو د امنیې قوماندانۍ د ودانیو، جوماتونو او د ولسوالیو د څانګو د ودانیو د ترمیم او جوړولو چارې هم پیل شي».

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته