خبرونهفرهنګټولنه

بدخشان کې « راځئ کتاب ولولئ» ترعنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل، د کب ۱۹مه، باختر

د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې د مطالعې دود د پیاوړتیا او بډاینې په موخه د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون د قاضي زاده کتاب پلورنځي له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست او فیض آباد ښاروالۍ ادارې سره په همغږۍ جوړ شوی چې په کې تاریخي، ادبي، سیاسي، دیني، فرهنګي او د نورو بېلابېلو برخو سلګونه جلده کتابونه په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون يو تن تنظيموونکى احمد نبيل قاضي زاده وايي، چې د لوستلو دود د ودې او د ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه یې دغه نندارتون « راځئ کتاب ولولئ» تر عنوان لاندې په لاره اچولی، چې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوی او تر بل هر وخت په کې زیات کتابونه پلورل شوي دي.

ورته مهال د دغه نندارتون لیدونکي د داسې کلتوري پروګرامونو د پیل هرکلی کوي چې د ځوان نسل په منځ کې د لوستلو دود د ودې لامل ګرځي.

دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په هېواد کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو  آمر حکمت الله محمدي د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست په استازيتوب د قاضی زاده کتاب پلورنځي د نوښت هرکلى کوي چې د دوى او د ښاروالۍ رياست په همغږۍ يې د مطالعې دود د ودې او بډاينې لپاره د کتابونو نندارتون جوړ کړى دى.

هغه زياتوي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د کتاب پلورنځيو او نورو هغو بنسټونو ترڅنګ ولاړ دى چې فرهنګ او هنر ته وده ورکوي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې به يې هر اړخيز ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته