نيويارک اسوشتدپرس دوري دمياشتې ٥نيټه :
دسوريې په چاروکې دملګروملتو دسازمان اودعربي اتحاديي ځانګړي استنازي کوفي عنان دروسيې او چين دهيوادونو له جګپوړو مقاماتوسره دخبرو لپاره دغو دواړو هيوادونو ته سفرکوي.
ټاکل شوې ده کوفي عنان نن دروسيې له جمهوررييس ديميتري مدوديف او ددغه هيواد دبهرنيوچارو له وزير سرگي لاوروف سره دسوريې دبحران په باره کې خبري وکړې .
داپه داسي حال کې ده چې تيره اوونۍ روسيې او چين په رسمې ډول دسوريې دبحران دپاى ته رسولو لپاره دکوفي عنان دسولې دطرحي ملاتړوکړ.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې دملګروملتو سازمان په لبنان ، اردن ،عراق اوترکيه کې دسوريې له ميشتو مهاجرينوسره دڅلورو اتيا مليونو ډالرو مرستي طرحه وړاندې کړي ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ