خبرونهامنیت

اوولس طالبان په زابل کې ووژل شول

٧- قلات/ د مرغومي / ۱۶/ باختر
اوولس وسله وال طالبان په زابل کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
دغه نښته تېره شپه د شاه جوی او میزان په ولسوالیو او د قلات په ښار کې د پوځیانو پر پوستو د طالبانو له برید وروسته ونښته .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغه نښته کې اوولس وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول .
پوځیان وایی چې له دغې نښتې وروسته د طالبانو پر پټنځایونو یی برید وکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته