کابل، د غوایي ۶مه، باختر
د هرات د انجیل ښاروالۍ مسوولینو په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۳۱ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د انجیل ښاروال مولوي نعمت الله رحیمي د تېر یوه کال راپور په وړاندې کول سره ویلي چې تېر کال یې ۵۴ پروژې پلي کړي او پر مټ یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې تېر کال یې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ښاروالۍ ته په راتلونکي کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولولو ټارګټ ورکړل شوی دی.