کابل، د وري ۲۶مه، باختر
د بادغیس ځايي چارواکو په دغه ولایت کې له سېلاب څخه د یوې کورنۍ د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندازاده مطیع الله متقي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو په مقر ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۳ غړي، چې په سېلاب کې بند پاتي وو، ژغورلي دي.
د نوموړي په وینا په ژغورل شویو کې د یوه ماشوم او یوې مېرمنې په ګډون درې کسان شامل دي او په یوه موټر کې د سېلاب په منځ کې بند پاتي وو، چې وړمه شپه د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت منسوبینو تر دې وړاندې هم سلګونه هېوادوال، چې د ورښتونو او سېلابونو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ وو، ژغورلي وو.