دروسيې يوې انترنتي اډې اعلام وکړ چې امريکا دترکيې په ( اينجيرليک) پوځي اډه کې شپيته بي _ ٦١ ډوله اټومي بمونه لري .
داګنوم انترنتي اډې پرون وليکل دغه بمونه بايد په ٢٠١٧ ميلادي کال کې خپل ځاى بي _ ٦١ ډير پرمختللي بمونو ته خوشي کړي او شمير به يې پنځوسو ته راښکته کړي شي .
بي _ ٦١ بمونه زياتره دامريکا اوناتو په پوځي ستراتيژيکو الوتکو کې داستفادي وړ دي.
دامريکاپوځي الوتکي بي _ ٦٨ ډوله له ستراتيژيک بم غورځوونکي او نور ډول ډول بم غورځوونکي ليږدوي.
انترنتي اډه ليکي ددي واقعيت په پاملرنې سره چې ترکيي د اينجيرليک په پوځي اډه کې دامريکا دستراتيژيکو الوتکو دساتنې اجازه نه ده ورکړي له دې امريکا بايد داټومي کوپړي دکارولو مخکې دترکيې اجازه ترلاسه کړي.