خبرونهامنیت

افغانستان څخه پاکستان ته د چارتراشو د قاچاقو مخه ونيول شوه

کابل/ د وږي١٢مه / باختر

د کونړ امنيتي مامورانو پاکستان ته د چارتراش لرګيو د قاچاقو مخه ونيوله.

د دغو لرګيو  د قاچاقو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ نيول شويو کسانو غوښتل په يو باروړونکي موټر لسګونو چارتراش لرګي پاکستان ته قاچاق کړي چې ونيول شول.

د کونړ والي حاجي محمد عثمان ترابي باخترآژانس ته  وويل: له نيول شويو کسانو  څخه په لسګونو چارتراش لرګي ترلاسه  شوي دي.

هغه وويل: دوى به په کلکه  د ځنګلونو دغوڅولو او پاکستان ته دهغو د قاچاقو مخه ونيسي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته