سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائيلو برید په کلکو ټکو وغانده

کابل، د وري ۱۴مه، باختر 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوريې په پلازمېنه دمشق ښار کې د ایران کونسګلرۍ برید په کلکو ټکو وغانده.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې (د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانګه د صهيونيستي رژیم بريد د ډيپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام بولي او په کلکو ټکو يې غندي).

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له تأثيرګذاره هېوادونو څخه غواړي، چې په غزه کې او له غزې تړانګې هاخوا د هغه رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي ګواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته