کابل باختر د ليندي شپاړسمه
درې تنه ياغيان چې درباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماين ښخولو بوخت و داردو له ځواکونوسره په نښته کې له مرګ ژوبلې سره مخامخ شول .
دظفر قول اردو چارواکو باختر اژانس ته ويلي دي په ياغيانو پرون کله چې دکشک ولسوالۍ په لاره کې په ماين ښخولو بوخت و دافغان پوځيانو له خوا بريد وشو چې له امله يې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې ويل شوى دى هغه ماينونه چې دياغيانو له خوا ښخ کړي شوي و هم دملي اردو دپرسونل له خوا کشف او شنډ کړي شول .
په يوبل خبر کې ويل شوى دى، دوه ماينونه چې په ملکي او نظامي وسايطو دبريد په مقصد دهرات تورغندي په لاره کې ښخ کړاي شوي و دظفر قول اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړي شول . دوسايطو ضد ددغو ماينونو تخريبي قدرت زيات اعلام شوى دى.
څلور ورځې مخکې هم څلور ماينونه چې دوسله والوطالبانو له خوا دهرات _ دلارام په لاره کې ښخ کړي شوى و دملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف او شنډ کړي شول .
1 1 دقیقه لوستل