سیاستخبرونهTOPورزش

اسلامي امارت د نورو برخو په څېر ورزش ته زیاته پاملرنه  او د خپلو ورزشکارانو ټینګ ملاتړ کوي

کابل / د کب ۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د افغانستان د فوتسال ملي ټیم روزونکو او نولس کلنو لوبغاړو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل او هغوی یې لا ښه ورزش ته وهڅول.

په دې کتنه کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ هم حضور درلود، د فدراسیون د تخنیک ډایرکټر استاد طاهر روفي د نورو په استازیتوب وویل: د افغانستان د فوتسال ملي ټیم نولس کلنو لوبغاړو  په قرغیزستان کې د نایب اتلولۍ مقام او امید جان قنبري د غوره لوبغاړي لقب او مډال ترلاسه کړ.

نوموړي د افغانستان د فوتسال ملي ټیم د راتلونکو سیالیو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ لوبغاړو ته د لا ډېرو اسانتیاو برابرولو او پاملرنې غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، باوري دی چې افغان لوبغاړي به د اسلامي امارت د ملاتړ او پاملرنې له برکته په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان لپاره لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.

په همدې حال کې  لوبډلمشر محمد داوود مرتضوي ټولو هیوادوالو ته د افغانستان د فوتسال ملي ټیم د نولس کلنو لوبغاړو د نایب اتلولۍ مقام د ګټلو مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د لوبغاړو دوامدار ملاتړ، پاملرنه او هڅونه په نړیوالو ډګرونو او سیالیو کې د دوی مورال لا لوړوي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لوبغاړو او هیوادوالو ته د منځنۍ اسیا د فوتسال نولس کلنو جام سیالیو کې د افغانستان د فوتسال ملي ټیم د نایب اتلولۍ د مبارکي پرمهال وویل: په قرغیزستان کې ستاسو د نایب اتلولۍ مقام د ټولو افغانانو بریا ده، ځکه تاسو د افغانستان په استازولۍ لوبه وکړه.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر  د نقدي مرستې ترڅنګ د افغانستان د فوتسال ملي ټیم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: تاسو د ورزش له لارې هیواد ته د خدمت له امله موږ ټولو ته د درناوي وړ یاست. ستاسو له روزونکو او ټولو ملاتړو مننه کوم  او هیله ده چې په راتلونکي کې هم د افغانستان لپاره ښې بریاوې راوړئ.  هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د نورو برخو په څېر ورزش ته زیاته پاملرنه  او د خپلو ورزشکارانو ټینګ ملاتړ کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته