کابل، د غوايي ۲مه، باختر
وروسته ترهغې چې د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه د ترکیې له ولسشمر رجب طیب اردوغان سره وکتل د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د اېکس په یو پیغام کې اردوغان ته په خطاب کې لیکلي، چې اردوغان ته د دغې کتنې له امله شرم دی او کلکه غندنه یې کړې.
د کاتز په ځواب کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تند غبرګون او ویاند یې د اېکس په یو پیغام کې لیکلي، چې (شرم خو اسرایلو ته په کار دی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان کړل.)
انجو کچلي زیاته کړې، چې د اسرایلو دغه ډول دریځونو د ترکیې دریځ نه شي بدلولی او انقره په فلسطین کې د روان قتل عام سمدستي درېدل او دغه راز د فلسطیني خپلواک حکومت رامنځته کېدل غواړي.
اسماعیل هنیه په دې وروستیو کې د افغانستان، ایران او ترکیې په ګډون د ځینو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره یا مخامخ کتلي او یا یې هم ټېلفوني خبرې کړې دي.