امنیت

په هرات کې دسرو زروپلورنې ددوکانونو له لوټيدو وروسته دهرات ښار دپوليسو ددوو مقاماتو ګوښه کيدل .

کابل باختر د لړم  اوومه :
دهرات ښار دپوليسو دوه مقامات  په دغه ښار کې  دسروزرو د څو پلورنځيو له لوټيدو وروسته  له دندې څخه ګوښه کړى شول .
  ناپيژاندو وسله والو يرغلګرو  په دې وروستيو وختو کې  په هرات ښار کې  دلسګونو تنو هټيوالو او لارويانو په وړاندې  دسرو زرو دپلورنې  څلور دوکانونه لوټ کړل .
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي  له باختراژانس سره په اړيکه وويل  چې ددغه ښار دپوليسو  دوه تنه مقامات  ددغې پيښې  په مخنيوي کې  دبې پروايي په تور له دندې څخه ګوښه کړى شوي دي .
  ده وويل چې امنيتي مامورينو  ددغې پيښې  دعاملانو  دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل کړي دي .
  درارسيدلو خبرونوله مخې:  ګوښه کړى شوي  کسان  ددغې امنيتي حوزې  دسمت آمر  او دجنايي جرمونو دکشف آمر  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته