خبرونهاقتصادټولنه

ازبکستان له اسلامي امارت سره نوې سوداګریزې اړیکې پیلوي

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر

د ازبکستان او اسلامي امارت لوړ رتبه چارواکو د بلخ په حیرتان بندر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو سوداګرېزو اړیکو پيلېدو خبر ورکړ.

په دې کتنه کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مشاور شېر احمد سپاهي زاده د افغانستان او ازبکستان د اړیکو پیلېدل یو مهم او اغېزناک کار وباله.

هغه د دوه اړخیزه تعامل په توګه  د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو مالونو په لېږد سره د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د دغو اړیکو پر بیا ټینګښت ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې په بلخ کې د ازبکیستان  سرقونسل جعفر فتاح یوف دغه سوداګریزې اړیکې دوه اړخیزې وبللې او د دې اړیکو په پراختیا یې ټينګار وکړ.

ښاغلي فتاح یوف دغه کار په افغانستان کې د اسلامي امارت له پاره مهم وباله او د لېږد را لېږد په برخه کې یې د هر ډول مرستو او همکاریو ژمنه وکړه او په راتلونکي کې یې په بېلابېلو برخو کې د نورو بنسټیزو پروژو خبر هم ورکړ.

په همدې حال کې د بلخ د ګمرک د صادراتو او وارداتو رییس محمد شعیب د سوداګرېزې حل لارې موندلو او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ازبکستان سره د ملي سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په برخه کې د دوی هڅې مهمې وبللې او په ورته وخت کې یې ژمنه وکړه چې د منل شویو قانونونو له مخې به د سوداګریزو اړیکو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا پياوړتیا په برخه کې همکاري کوي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته