سیاست

جمهور رئیس غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته و رسېد

کابل باختر د لړم دمياشتې  درې ويشتمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف په رسمي بلنه، نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمېنې اسلام آباد ته و رسېد.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به پاکستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په بهیر کې د پاکستان له جمهور رئیس ممنون حسین او صدراعظم میا نواز شریف او همدا راز د دغه هيواد د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په جلا جلا ډول وګوري.
په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د ټینګښت او پراختیا په باب خبرې اترې وشي.
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غنی به پاکستان ته د خپل  دغه سفر په بهیر کې له یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ له ډلې سره  هم وګوري.
له جمهور رئیس غني سره پاکستان ته په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود، د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او صنایعواود سرحدونو او قبایلود چارو د وزارتونو سرپرستان، د چارو د ادارې لوی رئیس، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس، د ملي شورا یو شمېر غړي، ځیني سوداګر او د جمهور رئیس ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته