سیاستخبرونه

ازبکستان د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي 

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د ازبکستان د جمهوررییس له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان د ١٠٠٠ بالونه اکسیجن مرستې له امله مننه وکړه او د کروناویروس او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ‌‌‌‌‌‌‌سیمه‌ ییزې همکارۍ، د سولې بهیر د وروستيو پرمختګونو او په هېواد کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړوند خبرې وکړې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې د سيمې هېوادونو په تېره بیا د ازبکستان رول مهم او ارزښتناک وباله.

د کتنې په ترڅ کې، د ازبکستان د جمهوررییس ځانګړي استازي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکاريو او په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه د خپل هېواد ملاتړ په اړه د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مشرانو درې اړخیزې ناستې لپاره یې چې د افغانستان د سولې بهیر او د همکاريو او سیمه ییزو اړيکو د پياوړتيا په موخه به ​​راتلونکي میاشت په تاشکند کې جوړېږي، د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.

ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته