سیاستخبرونهاقتصادTOP

اذربايجان په افغانستان کې د کانونو د استخراج، ښوونې او اسان خدمت پروسې د پراختیا په برخو کې پانګونه کوي

کابل، د وري ۳مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په افغانستان کې د اذربایجان له سفير الهام محمد اوف سره وکتل.
الهام محمداوف په دغه کتنه کې وويل چې افغانستان او اذربایجان وروڼه، خپلواک، د ځمکنۍ بشپړتيا او د يو بل په چارو کې د نه مداخلې سياست لرونکي هېوادونه دي.
نوموړي په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د نيکو او ښو اړيکو له کبله وباله.
د اذربایجان سفير همداراز وويل چې اذربایجان به د کانونو د استخراج، ښوونې او روزنې او په افغانستان کې د اسان خدمت پروسې د پراختيا په برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اذربایجان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې افغانستان او اذربایجان د دوو وروڼو هېوادونو په څېر په ديني، تاريخي او کلتوري برخو کې ډېر مشترکات لري.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د اذربایجان د استازي په شتون خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې اسلامي امارت په راتلونکي کې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو پياوړتيا او پراختیا غوښتونکی دی.
حنفي څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او هغوی ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.
د يادونې وړ ده، چې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دغه کتنه کې ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت له اذربایجان او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د نيکو او ښو اړيکو غوښتونکی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته