خبرونهفرهنګTOP

احمدالله متقي: هڅه کوو چې د هرات د لاسي صنايعو او هنري آثارو د پلور لپاره بازار پيدا کړو

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي د دارالفنون څخه ليدنې پرمهال وویل هڅه کوو چې د هرات د لاسي صنايعو او هنري آثارو د پلور لپاره بازار پيدا کړو.
مولوي متقي د هنرمندانو د لاسي صنايعو له بېلابېلو څانګو څخه د ليدنې پر مهال وويل چې موږ د هنرمندانو له ظرفيتونو څخه کار اخلو او په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د بازار موندنې او خرڅلاو د پراختیا لپاره جدي اقدامات کوو، چې د صنایعو د ودې لامل شي.
نوموړي د دارالفنون له هنرمندانو سره ژمنه وکړه چې د هنرمندانو ترڅنګ به ولاړ وي او د هغوى د صنعت ملاتړ به کوي.
له بلې خوا د لاسي صنايعو يو تن استاد واحد خان وايي، که چېرې ورته آسانتياوې او د خرڅلاو بازار برابر شي، نو ډېر لاسي صنايع توليدولای شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هرات په دارالفنون کې د لاسي صنايعو ۱۱ مرکزونه فعاليت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته