کابل باخترد سلواغې دمياشتې درې ويشتمه
د قندهار ولايت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له امله چې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې ترسره کیږي ددغې ولسوالۍ اوسیدونکو د کابل – قندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
دوی وايي په دغې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات ترسره کيږي او بې ګناه خلک نیول کيږي.
مظاهره کوونکو باختراژانس ته وویل تر هغه پورې هغه بې ګناه خلک چې د ځانګړو ځواکونو له خوا د عملیاتو پرمهال نيول شوي دي خوشي نه شي او د دغه ولسوالۍ د ملي امنيت مدير او مرستيال تبديل نه شي تر هغه به د کابل قندهار لويه لاره د مسافرينو پرمخ به تړل شوي وي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ