امنیت

په قندهار کې دهاوان دسرګلولې دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٧ :
په قندهار ولايت کې دهاوان ديوې سرګلولې  دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه پيښه تيرماښام دډنډ ولسوالۍ دميرزا قلعه په نامه کلي کې ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو دهاوان د ګولۍ له يوې سرګلولې سره لوبې کولې .
دقندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول  دباخترآ ژانس خبريال ته وويل  چې په دې  چاودنه  کې دوه ماشومان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
تراوسه پورې  روښانه نه ده  چې  دغه سرګلوله  دوسله والو طالبانو په  ګډون     له تروريستي ډلو څخه پاتې شوې ده اويا  په افغانستان کې  ددريو وروستيو لسيزو  جګړو څخه .
په همدې حال کې په قندهار کې  ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته