امنیت

دبګرام په پوځې اډي دتوغندي بريد وشو

کابل باختردوري دمياشتې لومړي نيټه  :

په بګرام کې دامريکائيانو په پوځې اډي دتوغندي بريد وشو خو ويل  کيږي چې دسرزيان يې نه دي اړولي .

درارسيدلو خبرونو له مخې  دغه توغندي دتيري شپي په نيمايې کې دوسله والو طالبانو له خوا دبګرام په هوايې اډي وتوغول شو اوپه دغي اډي ولگيد.

ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغه توغندي  لګيدل تائيد کړل خو ويي ويل چې په دې پيښه کې امريکايې ځواکونو ته زيان نه دي اوښتي.

په همدي حال کې  دغي پوځې اډي ته دسيمې اوسيدونکو باختراژانس ته وويل چې دوي دڅو توغنديو دلګيدو غږاوريدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته