امنیت

په لسګونو تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
په لسګونو تنه وسله وال طالبان د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ووژل شوي او ټپيان شوي دي .
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ساعتونوکې د حصارک ولسوالۍ په ځينو سيموکې د طالبانو په سنګرونو شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې  ٣٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ٥٤ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: د طالبانو يوشمېر قوماندانان او بهرني جګړه ماران هم په وژل شويو او ټپيانوکې شامل دي.
خوږياڼي هغه رپوټونه چې ويل کيږي د حصارک ولسوالي د طالبانو له خوا د سقوط په درشل کې ده؛ رد کړل.
ده وويل: امنيتي ځواکونو له څو استقامتونو څخه د طالبانو له شتون څخه د حصارک ولسوالۍ د کليو  د پاکولو او د هغوى د سنګرونو د له منځه وړلو لپاره سترعمليات پيل کړي او بريالي شوي دي چې طالبانو ته د سر د زيان د اوښتو ترڅنګ څو ساحې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي سليم خان کندزى وايي چې پوځيان به ډير ژر  د حصارک ولسوالۍ ټولې سيمې د تروريستي ډلو له شتون څخه پاکې کړي.
دى وايي چې د هرې ساحې له پاکولو وروسته پوځيان د پوځي اډو په جوړولو سره   به ملکي وګړو ته امنيت تامين کړي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش او د طالبانو د ډلې شپږ تنه غړي   د ننګرهار ولايت د دُر بابا، روداتو او د بټي کوټ ولسواليو په ځينو سيموکې د جګړو په بهيرکې وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي. په دغو جګړوکې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. دغه ډيپو د حصارک ولسوالۍ بازار ته څيرمه کشف شوې ده.
ويل کيږي له دغې ډيپو څخه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته