نړۍ

پاکستان نه پريږدي چې دهېواد په ختيځ کې دډيورند کرښې ته څيرمه دطالبانو اکمالاتې لارې وتړلې شي

ګرديز باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
دهېوادپه ختيځ کې جګپوړي پوځي مقامات وايي چې پاکستان تل په افغانستان کې  دطالبانو  دډاراچوونکو فعاليتونو دپراختيا لپاره  زمينه برابروي.
دغه مقامات ادعاکوي  چې پاکستاني پوځيان  له پوځيانوسره په نښته کې دطالبانو ترڅنګ  په دريدو سره  دپکتيا ولايت  دډنډ پټان ولسوالۍ په مقبل دره کې  دډار اچوونکو دځالو  دله منځه وړلو  مخه نيسي .
دغه دره  دډيورند کرښې ته څيرمه موقعيت لري  او افغان پوځي مقامات وايي چې   له  پاکستان څخه دطالبانو داکمالاتو يوه ځانګړې لاره بلل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو يوه نيمه مياشت کيږي چې  دډيورند کرښې ته    څيرمه   له مقبل درې څخه دطالبانو دځالو دله منځه وړلو لپاره پوځي عمليات         دوام لري.
دافغانستان په  جنوب  ختيځ کې دتندر قول اردو قوماندان  جنرال عبدالواسع وايي چې پاکستاني پوځيان  طالبانو ته د جنګي وسايلوپه ورکولو اودهغوى  ترڅنګ په دريدوسره  نه پريږدي  چې دمقبل دره دافغان پوځيانو لاس ته ورشي .
دملي اردو دغه جنرال وايي  چې  دپکتياولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې دمقبل دره   دپاکستان له لارې دطالبانو دتګ راتګ او اکمالاتو لپاره ځانګړى اهميت لري او له دې امله هم طالبان او هم پاکستاني پوځيان نه پريږدي  چې دغه دره دپوځيانو لاسته ورشي .خو دتندر قول اردو قوماندان په مقبل دره کې دپوځي عملياتو ددوام خبرې کوي او زياتوي  چې ډار اچوونکو ته په دې دره کې دسر درانده زيانونه اوښتي دي او پوځيان به په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ستراتيژيکي دره دپاکستاني پوځيانو له هر راز ملاتړ سره سره تر خپلې ادارې لاند ې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته