سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه د مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوه

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست  دلومړۍ مرستيال مارشال محمدقسيم  فهيم  په مشرۍ دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ ، لومړۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دويم مرستيال  جنوبي کوريا ته  دخپل وروستۍ سفر په اړوند  غونډې ته معلومات ورکړل  اوزياته يې کړه : دغه سفر  دجنوبي کوريا  دصدراعظم  په رسمي بلنه دسولې ، امنيت او دانسان پراختيا  په باب  دنړۍ  دمشرانو په غونډه کې دګډون  او دجنوبي کوريا دنوى جمهور رييس دلوړې  په مراسمو کې  دبرخې اخستنې  لپاره  دجګپوړې دولتي هيئت په مشرۍ  دغه هيواد ته  وشو چې په دې سفر کې ددغه هيواد له جمهور رييس  او دولتي مقاماتو سره جلا جلا کتنې  وشوې او په ترڅ کې يې په بيلابيلو اقتصادي او ټولنيزو برخو په تيره بيا دترانسپورتي سيستم په برخه کې  دافغانستان  داسلامي جمهوريت له هيواد سره  ددغه هيواد دهراړخيزو همکاريو  غوښتنه شوې ده .
   دوزيرانوشورا دعامې اداري  دافتخاري دکتورا ورکړه چې دجنوبي کوريا دسانمون  پوهنتون  له خوا او دښې رهبري او حکومتوالۍ مډال چې دکوريا دصدراعظم له خوا  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دويم مرستيال ته ورکړ شوى دى مبارکې وايي اوزياتوي  چې دنړۍ هيوادونو دمډال په ورکولو سره په حقيقت کې دافغانستان په اسلامي جمهوريت کې  دښې حکومتوالۍ او رهبري د ټينګښت او دوام په لاره کې دافغانستان ددولت په هلوځلو باندې دتاييد  مهر ولګاوه .
  وروسته  دوزيرانو شورا په افغانستان کې دځانمرګو بريدونو دجواز په باب دپاکستان دعالمانو شورا درييس مولانا طاهر اشرفي  څرګندونې وڅيړلي او دغه فتوا يې  غير مسوولانه ، دښمنانه او دافغانستان دملت پرخلاف  يوه بله توطيه  وبلله او هغه يې  په ډيرو سختو الفاظوسره  وغندله . لکه څنګه چې دغه فتوا دافغانستان دجيدو عالمانو او دمسلمان  او مجاهد ملت له خوا يوه دښمنانه توطيه بلل شوې ده او دهيواد په ګوټ ګوټ کې  داسلام دمبين دين  دارشاداتو پربنسټ  دافغانستان  د جيدو عالمانو او د ديندارو او مسلمانو خلکو له خوا غندل شوي او غندل کېږي .
وروسته  دسرپل والي ددغه ولايت  سيمه ئيزي ستونزې  په  دې شرحه غونډې ته طرحه کړي :

_ دسرپل ولايت  دمرکز دجيل او توقيف خونې جوړول .
_ دشپږ ديرشو کېلومتروپه اوږدوالې دفارياب ولايت دبلچراغ تر ولسوالۍ پوري  دسرپل ولايت  دصياد ولسوالۍ دسړک   جوړول اوپخول .
_ داتيا کېلومترو په اوږدوالې  دسوزمه کلا، سانچارک او د ګوسفندي ترولسواليو پوري دولايت له مرکز څخه دبريښنا دمزو غزول او دسلطان ابراهيم د دري دبند جوړول .
_(  دپنځلسو کېلومترو په اوږدوالې دسرپل ولايت دمرکز دحلقوي سړک  جوړول او پخول
_  دسرپل ولايت دمرکز  داوبو رسولو دسيستم جوړول .
_ دسرپل ولايت په مرکز کې  دورزشي لوبغالې  جوړول .
_ دسرپل ولايت دکوهستاناتو  ګوسفندي او دسوزمه کلا دولسواليو دروغتونونو جوړول
_  دسرپل ولايت په مرکز کې دتيلو دچاڼ ځاى  جوړول .
_ دپنځه زره متروپه اوږدوالې  دسرپل ولايت  په مرکز کې  داستنادي او تحکېماتي  ډيوالونو جوړول .
_ دملي اردو دکنډک دقرارګاه او تاسيساتو جوړول .
_  دسرپل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې د پنځه ويشتو  لومړنيواو منځنيو ښوونځيو او دليسو جوړول .
  دوزيرانو شورا په ځينو دغو پروژو کې  دترسره شويو  مقدماتي اجرااتو په پام کې نيولو سره ، دسرپل ولايت  پيشنهادي پروژې پرځاى وبللې او اړونده وزارتونه يې  موظف کړل چې دمالي امکاناتو په محدوده کې دې دغه پروژې  د١٣٩٢ کال په پلان کې شاملې کړي او پاتې پروژې دې دخپلو راتلونکو کلونو په پلان کې منعکسې کړي .
له اجندا سره سم دلوړو زده کړو وزارت معين  د١٣٩٢تحصيلي کال لپاره  دکانکور دازموينو دنتيجو په اړوند غونډې ته داسې معلومات ورکړل .
په ټوليزه توګه  يوسلو اته اتيا زرو اووه سوه  دوو تنو فارغانو دکانکور په ازموينه کې نومونه ليکلي و چې له دې جملې څخه يو سلو پنځه اويا زره شپږ سوه اته اتيا تنه په ازموينه کې  شامل شول  چې له دې جملې څخه دوه زره شپږ سوه اته اتيا تنه يې  دديني علومو داوطلبان دي  چې په نږدي راتلونکې کې نتيجې يې اړوندو پوهنځيو ته اعلاميږي .
دداوطلبانو له جملې  څخه دوه څلويښت زره شپږ سوه  اته نوى تنه  دلوړو زده کړو په موسسو اوديارلس زره اووه اتيا تنه  دنيمه لوړو زده کړو په موسسو کې کامياب شوي دي  چې  ددوى دنمرو په پام کې نيولو سره په اړوندو ښوونځيو کې جذب شوي دي .
دوزيرانو شورا دکانکور دازموينو دنتيجو په اړوند دلوړو زده کړو وزارت  رپوټ مثبت وباله او دلوړو زده کړو او دپوهنې وزارتونه يې موظف کړل چې دامکاناتو په حدودو کې دې دبې نتيجې دواطلبانو په جذب کې چې لوړې نمري لري دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې لازم اقدام وکړي .
وروسته  دعدليې وزير دوګړو داحوالو دثبت دقانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه اوڅرګنده يې کړه چې دغه قانون په اوو فصلونو او اته ديرشو مادو کې  برابر شوي دي  چې هدفونه يې  دهيواد دوګړو داحوالو په ثبت ، دتابعيت الکترونيکې  تذکرو په واسطه دهيواد  داتباعو دتابعيت په ثبت پوري  اړوندو چارو  تنظيم او دهيواد دوګړو دشمير په باب  معلومات دي .
  دوزيرانوشورا ديو لړ تصحيحاتو له واردولو وروسته  دوګړو داحوالو دثبت قانون په اصولو کې تاييد کړ او دعدليې ، کورنيو چارو او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  وزارتونه يې  موظف کړ چې دغه قانون دې  دغونډي  له يادونې سره سم  تصحيح  اوبشپړ کړي او دتصويب  په مقصد دې  دهيواد پارلمان ته وليږي .
داجندا په بله برخه کې  داقتصادي کميټې له ١٩تر ٢٥ګڼه پريکړې په ترتيب سره  داړوندو وزيرانو له خوا  غونډې ته طرحه شوې .
  په پيل کې  دماليې وزير په سلوکې له لسو څخه په سلو کې ديرشو ته دجوسو په وارداتو دګمرکې تعرفي  زياتوالې غونډې ته طرحه کړ چې تطبيق يې  د١٣٩٢ کال دثور دمياشتې له پيل څخه تصويب  شو .
وروسته داقتصاد وزير دکسبګرو او صنعتکارانو ستونزې غونډې ته طرحه کړي او څرګنده يې کړه  چې دغه طرحه  داقتصادي کميټې  له پريکړې سره سم دکابل ، هرات اومزارشريف په صنعتي پارکونوکې دبريښنا دستونزو، دښارواليو دتهجايي  دتعرفو ، دجواز اوفيس په بيه کې د نوى نظر او دصنعت کارانو  دنورو ستونزو په اړوند  دمربوطو وزارتونو  دموظف کميسيون په واسطه برابره شوې ده .
دوزيرانو شورا له اړخيزو خبرو وروسته دکسبګرو اوصنعتکارانو دستونزو طرحه تصويب کړه او دماليې او داقتصاد وزارتونه اونور اړونده ارګانونه يې  دهغې په تطبيق موظف کړل .
  وروسته  دهرات  دسپنسين نساجي دفابريکې  دماشين آلاتو پلورنه او دهغي دشپږو پاتي واحدونو کرايه دسوداګري او صنايعو وزارت دمعين له خوا غونډې ته  طرحه شوه او زياته يې کړه : چې دوزيرانو شورا د ١٣٩١ کال  دمرغومې دمياشتې  ددولسمې نيټې  په غونډه کې  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت  او دسوداګرۍ خونې  موظفې شوې  چې په نورو نساجيو کې دهرات دنساجي له ماشين آلاتو څخه داستفادي څرنګوالې  يوځل بيا وڅيړي  چې  دافغان ، قندهار او دبلخ نساجيو ، دسوداګرۍ او صنايعو دخونو رياست او دصنعتکارانو اتحاديې  له دغو ماشينونو څڅه  استفاده  غير اقتصادي وبلله  له دې امله  دکار موندلو او فعالولو په مقصد په ناصرلمتد شرکت دهغو دپلورنې  وړانديز وکړ .
  دوزيرانو شورا په هيواد کې دپومبې دتوليداتو دودې په پام کې نيولو سره  پلورنه يې تاييد نه کړه او دسوداګرۍ او صنايعو او دماليې  وزيرانو يې  داقتصاد دوزير په مشرۍ موظف کړل  چې ددغې نساجي  فعالول په هرارخيزه   توګه دهغې  دتوليداتو دبازار موندلو په پام کې نيولو سره  مطالعه کړي  او موافقه شوي طرحه دې  دوزيرانو شورا  راتلونکو غونډو ته  وړاندې کړي .
  وروسته  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  وزير ددولتي پانګونې داغيزمنتوب اوښه والې  دزياتوالې ،  دمصارفاتي بودجې دکمښت او له بنسټيزو او ريزرفي  امکاناتو څخه په استفادي سره دعوايدو زياتوالې او د مخابراتو دشبکو په ډاډمن او باثباته  تامينولو کې دفايبر نوري  شبکې دپراختيا په مقصد  دبنسټيزو پروژو  دشريک کولو پاليسي  غونډې ته  طرحه کړه .
دوزيرانو شورا دغه طرحه دپيشنهادي بورد په ترکېب کې له ښارواليو له استازي په زياتوالې سره  تصويب کړه او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت او نور اړوندو ارګانونه يې  دهغې په تطبيق موظف کړ . وروسته  دښار جوړولو دچارو وزير تر هوايي ډګر پوري  د څلورم مکروريان  په ساحه کې  داستوګنې دبلاکونو جوړول غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې  دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس د ١٣٩١ کال دليندي دمياشتې  داتمې نيټې  د ٥٥٧٠ګڼه حکم له مخې  موظف کميسيون دغه ساحه مناسبه وبلله چې په دې ساحه کې دجايدادونو دخاوندانو دستونزې  دلري کولو په مقصد  ددوى دملکېت  دسندونو له مخې  داپارتمان ويش  په پام کې نيول  شوي دي

دغه راز په دې پروژه کې ديپلوماتانو هم داستوګنې بلاکونه  په پام کې نيول شوي دي .
دوزيرانوشورا تر هوايي ډګر پوري  د څلورم مکروريان په ساحه کې  داستوګني دبلاکونو  جوړول تصويب کړل او دښار جوړولو دچارو  وزارت يې ددغه پلان  په تطبيق موظف کړ  .
وروسته  دښار جوړولو دچارو وزير  دکابل ښار د کاناليزاسيون  دشبکې جوړول  غونډې ته طرحه کړل او څرګنده يې کړه چې  په ١٣٨٦ کال کې  ددغې پروژې  مقدماتي چاري  دوزير محمد اکبر خان اوشيرپور په ګډون اودمکروريانونو  دکاناليزاسيون  له شبکې سره پيوستون يې پيل شو چې دوزيرانو شورا د ١٣٨٧کال دوږي دمياشتې  دنولسمې نيټې په غونډه کې دقرارداد لاسليک يې تصويب شو چې دبودجوي تدارکاتودنشتوالې له امله عملي نه  شو .
په کابل ښار کې ددغې پروژې په  اوسني طرحه کې په څو پړاونوکې لکه دامکان سنجولو ، دکابل ښار دکاناليزاسيون دسيستم د څرنګوالې ، ديزاين او دشبکې جوړولو پړاونه طرحه شوي دي چې دلګښتونو دپيسو تدارک يې له تمويلونکو هيوادونوسره  خبرې دو ام لري .
  دوزيرانو شورا  دکابل ښار دکاناليزاسيون دشبکې دجوړولو طرحه په اصولو کې  تاييد کړه او دبهرنيو چارو ، ماليې او دښار جوړولو دچارو وزارتونه يې  موظف کړل  چې داړتيا وړ پيسې يې  له تمويلوونکو هيوادونوسره  طرحه او دهغو له تدارک وروسته دې  دپروژې په تطبيق  اقدام وکړي .
  دغونډې دکار په دوام د کونړ ولايت  دلرګيو دصنايعو دتوليداتو دصادراتو اجازه دهيواد په دننه اوبهر کې دسوداګرۍ او صنايعو  وزارت دمعين له خوا  غونډې ته طرحه شوه چې دملي صنايعو دودې په پام کې نيولو سره  تصويب  شوه .
  وروسته  دشهيدانو معلولينو کار او تولنيزو چارو وزير  دبهرنيو کارګرانو پرځاى دکورنيو کارګرانو دځاى پرځاى کولو طرحه  اودمهارتونو دپرمختيا  دملي پروګرام طرحه  غونډې ته وړاندي کړه او  څرګنده يې کړه  چې دغه طرحه  دهيواد اتباعو ته  دکار موندلو دزمينو دبرابرولو ،  دبهرنيو کارګرانو دغير قانوني  راتګ  دمخنيوي ، دکار دبازار  دمطالعه کولو په  خاطر  دملي سروې ګانو دترسره کولو  او دکورنيوکارګرانو  دظرفيت دلوړولو په مقصد برابره شوې ده  چې تصويب شوه .
دغونډى په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا  دوه مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شوه چې دتصويب وړ وګرځيدل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته