امنیت

اووه ويشت تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

  جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
د داعش د ډلې ٢٧ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په وروستيو ٢٤ ساعتوکې د هسکې مينې، کوټ او اچين په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٢٧ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونوکې بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي، په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو او داعشيانو د جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د خوږياڼيو، اچين او د کوټ په ولسواليوکې ساتل کيدې.
د ننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څو ميله سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته